Authorization for Release of Information Pashto

FRP-2ps Authorization for Release of Information_FRP v13_Pashto_2022 12 28.docx

Family Reunification Packet for Sponsors of Unaccompanied Children

Authorization for Release of Information Pashto

OMB: 0970-0278

Document [docx]
Download: docx | pdf


OMB 0970-0278 [تر 2025/08/31 نېټې پورې اعتبار لري]

د ماشومانو او کورنیو اړوند چارو اداره

د کډوالو د بیا میشتیدنې اداره



د معلوماتو د خپریدو اجازه


دا اجازه لیک او ورسره تړلې د محرمیت خبرتیا په دقت سره ولولئ، بیا یې په تور رنګ لاسلیک او نیټه ورباندی وليکئ.

زه اجازه ورکوم چې هر تحقیق کونکی، ځانګړی استازی، کارمند، قراردادی، مرسته کونکی یا کوم بل معتبر استازی چې د کډوالو چارو د بیا میشتیدنې د دفتر (ORR) په استازیتوب کار کوي د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره زما د شالید اړوند تحقیقات یا د سپانسر کولو ارزونه ترسره کړي د ماشوم د مناسبې پاملرنې او ځای پرځای کولو لپاره زما د وړتیا ارزولو اړوند موخو ته د رسېدو لپاره او د اړتیا په صورت کې د ماشوم سپارلو وروسته د خدماتو چمتو کولو لپاره، یا د کورنۍ غړي یا د ماشوم د پالونکي په توګه زما شالید، لکه څنګه چې د تطبیق وړ وي وګوري او په اړه يې معلومات واخلي. زه هري فدرالي، ایالتي، یا سيمه ايزي جنايي محکمې دفتر؛ فدرالي، دولتي، سيمه ايزي، یا د ماشومانو د خير ښېګڼي خصوصي ادارې؛ د کډوالو چارو فدرالي ادارې؛ یا نورو معلوماتي سرچینو، لکه ښوونځي، محکمه، د طبي خدماتو چمتو کونکي، د محاکمې/پا قانون مسؤلوين، د رواني روغتیا متخصصینو یا نورو معرفي شويو ادارو ته اجازه ورکوم چې د هر ډول جرمي مخيني، د ماشومانو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې او د غفلت اړوند تورونو یا اندیښنو، د کډوالۍ اړوند د تیر او اوسني وضعیت په اړه معلومات خپاره کړي، د رواني روغتیا اړوند قضيې، د مخدره توکو څخه د ناوړه ګټه اخیستني، کورني تاوتریخوالی، یا زما په اړه بل هر ډول د رواني يا ټولنیزو فعاليتونو اړوند معلومات چې په شفاهي یا لیکلي بڼه راټول شوي وي ترلاسه کړي.

اجازه ورکوم چې د ریکارډونو او معلوماتي سرچينو ساتونکي زما اړوند دا ډول معلومات د تحقیق کونکي، ځانګړي مامور، کارمند، قراردادي، وړیا مرستندويه ادارې، یا د کډوالو د بیا میشتیدني دفتر د بل معتبر استازي په غوښتنه خپاره کړي.

زه پوهیږم چې کېدای شي زما بایومتریک او بیوګرافیکي معلومات، زما د ګوتو د نښو په ګډون، د فدرالي، ایالتي یا قانون پلي کونکو سيمه ايزو ادارو سره شریک شي او کیدای شي د چارواکو د غوښتني مطابق استفاده ورڅخه وشي، چې په دې کې د متحده ایالاتو د کورنیو چارو وزارت امنیتي اداره (DHS) او د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت (DOJ) لخوا زما د جرمي تاریخچې اړوند جرمي معلوماتو د پلټني د ملي مرکز له لارې تحقیق کول هم شامل دي. زه په دې هم پوهیږم چې د کورني امنيت اداره DHS نه شي کولای زما معلومات د کډوالۍ چارو اړوند اقداماتو او فعاليتونو لپاره وکاروي، چې په دې کې لاندي فعاليتونه هم شامل دي لکه په توقیف کې اچول، د کډوالي له وضعيته ليري کول، د پریکړې لپاره نورو ارګانو ته معرفي کول چې ایا د وضعيت څخه د ايستلو لپاره بايد اقدامات ترسره شي، یا له مخې يې د کډوالۍ وضعيت څخه د ايستلو پروسه پيل شي، پرته له دې چې زه په یو جدي جرم محکوم شوی یم، يا زه په دې انتظار يم چې د یو جدي جرم له امله به زه تورن شم، یا زه په مستقیم ډول د انساني قاچاق په قضيه کې ښکیل سازمان سره دخيل یا ورسره تړاو ولرم. .1

زه پوهیږم چې زما د ریکارډونو د کوم ساتونکي لخوا خپاره شوي معلومات او زما اړوند نوري معلوماتي سرچينې به د متحده ایالاتو د حکومت، ددوی د کارمندانو، مرستندويه کسانو، قراردادیانو او نورو ګومارل شوي پرسونل لخوا فقط د رسمي استفادې او د پورته ذکر شویو موخو لپاره کارول کېږي او کیدای شي د متحده ایالاتو د حکومت لخوا یوازې د قانوني تجويز شويو اجراءاتو لپاره دا معلومات افشا شي.


1 د متحدو اعتباراتو قانون وګورئ2022 ، نشريه. L. 117-103, Division F, Title II, § 218. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې DHS د 2022کال د سپتمبر تر 31 نېټې پورې د دې معلوماتو له استفادې څخه منع دی.




زه پوهیږم چې دا معلومات به د ORR ملکیت وي او ممکن د همدې ادارې د کارمندانو، مرستندويه همکارانو، قراردادیانو او استازو لخوا ورباندي بیاکتنه وشي. زه په دې هم پوهیږم چې ORR ښايي دا معلومات د نورو فدرالي ادارو کارمندانو او قراردادیانو سره شریک کړي.


زه پوهیږم د امکان په صورت کې به ORR د دې سند د لاسلیک شوي کاپي ترلاسه کولو او د همدې سند د صحت او کروالي د ډاډمنتيا لپاره د اوو (7) کاري ورځو په ترڅ کې زما د ګوتو د نښان يا بايومټريک اخيستلو يو ملاقات برابر کړي، البته په هغه صورت کې نه د همدې مهالوېش چې شرایط د ORR له کنټرول څخه بهر وي او د همدې مهالوېش له مخې د ملاقات د ترسره کولو لپاره د ORR لپاره خنډ شي. زه په دې هم پوهیږم چې ORR به زما د ګوتو نښانونو د پروسس کولو لپاره مناسبې هڅې وکړي چې د لسو (10) کاري ورځو په ترڅ کې د قانوني ګوتو نښان ليکل شوی سيټ ترلاسه کړي، پرته له هغه صورته چې د ORR له کنټرول څخه وتلي شرایط رامينځ ته شي او په دغه موده کې د ګوتو د نښو د پروسس کیدو مخه ونیسي.


زه د هرې هغې ادعا يا حق څخه تېر يم چې د فدرالي حکومت، د دوی د کارمندانو، بسپنه ورکوونکو، قراردادیانو، یا استازو پر وړاندې د متحده ایالاتو د قوانینو له مخې، د هر ډول معلوماتو څخه په قانوني او تجويز شوې طريقه د استفادې لپاره چې د معلوماتو په جریان کې راټولېږي زما د جرمي مخيني د لټون، د ماشومانو د هوساینې معلومات، د کډوالۍ تیر یا اوسني حالت، هر هغه معلومات چې زما د سپانسرشپ يا ملاتړ په غوښتنلیک کې شامل وي همداراز ملاتړي اسناد، او هر هغه معلومات چې د دې سپانسرشپ د غوښتنلیک په اړه د په شفاهي یا لیکلي بڼه له سرچینو څخه راټول شوي وي، په دغه ټولو حالاتو کې زه يې پرضد ادعا نه کوم. زه په دې توګه د هرې فدرالي، دولتي، سيمه ايزي، یا خصوصي ادارې سره د هر ډول ادعا یا پخوانی تړون څخه تېر يم چې د ORR یا د ادارې د رسمي استازی د غوښتل شويو معلوماتو ترلاسه کولو مخه ونیسي.


زه د دروغو د جزا د قانون له مخې دا اعلان او تایید کوم چې په دې سند کې موجود معلومات زما د پوهې سره سم او ریښتیني دي.



Shape3 Shape4

ستاسو لاسلیک نیټه



Shape5

ستاسو بشپړ نوم (په واضح ډول وليکئ)






يواځي د اداري کارمندانو لپاره


UC NAME(S)



UC A#(S)



د پاملرنې خدماتي چارو چمتو کوونکی



د ډیجیټل سایټ موقعیت (هر يو چې وي)



د شاليد د چيکولو لپاره اړین معلومات

  1. د ماشوم په اړه

د ټولو هغه ماشومانو نومونه او د زیږون نیټې لیست کړئ چې تاسو يې د سپانسر غوښتنه کوئ.


د ماشوم نوم

د ماشوم د زیږون نیټه

(میاشت/ورځ/کال، (د بیلګې په توګه، 1979/12/31)









Shape6

  1. ستاسو بشپړ نوم

لومړی نوم، منځنی نوم، او وروستی نوم وليکئ.


  1. نور نومونه چې تاسو کارولي وي

نور هغه نومونه ذکر کړئ چې تاسو کارولي وي، لکه له واده مخکې ستاسو نوم یا د کورنۍ اړوند مورنی نوم او هغه نومونه چې اوس يې نه استعمالوئ.

مخکنی نوم

هغه نوم چې تاسو يې اوس نه کاروئ

(میاشت/کال (د بیلګې په توګه، 2010/12)








  1. Shape7 ستاسو د زیږون نیټه

میاشت/ورځ/کال (د بیلګې په توګه، 1979/12/31)


  1. Shape8 Shape9 ستاسو د زیږېدلو ځای

تاسو چېرې زيږدلي یاست؟ ښار سيمه

Shape10 Shape11

ایالت هیواد

Shape12

  1. اصلي هیواد


  1. پته

تاسو په تیرو پنځو (5) کلونو کې چیري ژوند کوئ؟


د کوڅې پته

(+ د اپارتمان شمیره، که ممکنه وي)


ښار (هیواد)


ایالت


زيپ کوډ


له نیټې څخه

(میاشت کال)


تر نیټې

(میاشت کال)

(مثال)

2539 Lowndes Hill Park Road


San Antonio


TX


78201


2014/12


2015/11






اوسنۍ









































د 1995 کال د کاغذ کار د کمولو قانون (Pub. L. 104-13) ددې معلوماتو د راټولولو اړوند د عمومي راپور ورکولو مسؤوليت په اوسط ډول د هر ځواب لپاره 0.25 ساعته اټکل شوی دی، چې په دې کې د لارښوونو بیاکتنې، د اړتیا وړ معلوماتو د راټولولو او ساتلو وخت، او د معلوماتو راټولولو بیاکتنه شتون لري. یوه اداره ممکن دا اجراءات ترسره نه کړي او نه هم د سپانسر چاري عملي کړي، او یو شخص مکلف نه دی چې بايد ځواب ووایي، پرته له هغه چې د OMB اوسمهاله کنټرولي شمېره ولري. مهرباني وکړئ د بحث لپاره د محرمیت خبرتیا / د محرمیت د قانون بیانيه وګورئ (1) د معلوماتو غوښتلو واک، او ایا د معلوماتو افشا کول لازمي دي که په داوطلبانه توګه، (2) اصلي اهداف چې د معلوماتو لپاره ورڅخه کاراخيستل کېږي، (3) د معمول مطابق د معلومات څخه بل ډول استفاده چې کیدای شي د معلوماتو څخه په لاس راځي، او (4) هغه اغیزې چې د غوښتل شويو ټولو معلوماتو یا د کومې برخې نه چمتو کول. که تاسو د دې معلوماتو راټولولو په اړه کوم نظر لرئ مهرباني وکړئ د [email protected] سره اړیکه ونیسئ.

د کورنۍ د بيا یوځای کیدو مالوماتي کڅوړه | 13 نسخه پاڼه 1 د 6

د معلوماتو خپرولو اجازه FRP-2ps

بیاکتنه 12/28/2022

File Typeapplication/vnd.openxmlformats-officedocument.wordprocessingml.document
File Modified0000-00-00
File Created2023-08-02

© 2024 OMB.report | Privacy Policy