Fingerprinting Instructions Pashto

FRP-7ps Fingerprinting Instructions_FRP v13_Pashto_2022 12 28.docx

Family Reunification Packet for Sponsors of Unaccompanied Children

Fingerprinting Instructions Pashto

OMB: 0970-0278

Document [docx]
Download: docx | pdf

OMB 0970-0278 [تر 31/08/2022 پورې اعتبار لري

د ماشومانو او کورنیو چارو اداره

د کډوالو د بیا مېشتېدو اداره


د ګوتې اثر اخیستلو کړنلاره

د ګوتې اثر اخیستلو لپاره باید کوم کارونه وکړو؟

  1. په دقت سره د معلوماتو خپرولو جواز ولولئ او فورم ډک کړئ.

  2. د فکس یا بریښنالیک له لارې ډک کړی د معلوماتو خپرولو جواز او د خپل انځور لرونکي آي.ډي کاپي د کیس مدیر ته ولیږئ. که چېرې نشئ کولای خپل اسناد د فکس یا بریښنالیک له لارې ولیږئ، نو هیله ده هرڅومره ژر چې ممکن وي د چټک یا لومړیتوب لرونکي پوست له لارې واستوئ.

  3. د معلوماتو خپرولو جواز سپارلو وروسته، د کیس مدیر تاسو ته د ګوتې اثر یوه جلسه تنظیموي، یا له سایټ سره د اړیکو نیولو معلومات تاسو سره شریکوي څو د ګوتې اثر اخیستلو وخت ورسره وټاکئ. که چېرې تاسې نشئ کولای چې په ټاکلي وخت کې د ګوتې اثر اخیستلو الکټرونیکي مرکز ته سفر وکړئ، نو د خپل کیس مدیر سره د خپلې ګوتې کاغذي اثر کارډ دوه نسخې شریک کړئ.

  4. د ګوتې اثر اخیستلو مرکز ته د ګوتې اثر ورکولو لپاره په ټاکل شوي وخت کې، مراجعه وکړئ. پام مو وي چې ORR اداره د ګوتې اثر اخیستلو خدمات د ORR په مرکز کې نه وړاندې کوي. د ګوتې اثر اخیستلو خدمات یواځې په هغه ځای کې ترسره کېږي چې له وړاندې تاسو لپاره ټاکل شوی دی.

  5. د ګوتې اثر ورکولو وروسته د خپل کیس له اړوند مدیر سره اړیکه ونیسئ او ورته ووایئ، چې له تاسو د ګوتې اثر واخیستل شو. د کیس مدیر ممکن ستاسو د تېرو کړنو او فعالیتونو د څېړولو لپاره ځینې نورې لارې چارې هم وګوري.


ایا د ګوتې اثر ورکولو لپاره باید پیسې ورکړو؟

د ګوتې اثر اخیستلو په ټاکل شوي مرکز کې، هیڅ ډول پیسې نه اخیستل کېږي. که چېرې په ټاکل شوي د ګوتې اثر اخیستو مرکز کې مو د ګوتې اثر نه وي ثبت کړی، نو بیا ممکن له تاسو فیس واخیستل شي.


څنګه کولای شو د خپلې ګوتې اثر د پخوانیو څېړنو پایله مطالعه کړو؟

د ماشوم کیس مدیر ته د غوښتنلیک په استولو سره تاسې کولای شئ د FBI د ګوتې اثر پایله مطالعه کړئ. همداراز د لارښونې لپاره تاسې کولای شئ د ORR اړیکې ملي مرکز سره په دې شمېرې (800)203-7001 یا [email protected] بریښنا لیک له لارې اړیکه ونیسئ.


که چېرې زما د ګوتې اثر پایله غلطه وي او زه یې ونه منم، ایا زه کولای شم ورسره مخالفت وکړم؟

هو. که چېرې سپانسر، د کورنۍ لوی غړی، یا مشر پالوونکی د روزنې او پالنې د طرحې له مخې په دې باور وي چې د FBI پایلې غلطې دي، نو ممکن د معلوماتو کره والی او غیر کره والی تر پوښتنې لاندې راولي. سپانسر او یا د کورنۍ لوی غړی کولای شي له اژانس سره اړیکه ونیسي چې شته معلومات په غلط ډول وړاندې شوي دي. د FBI د قضیې په پایلو کې د تغیراتو راړول، په هغه کې د اصلاحاتو راوستل او د نورو اضافي معلوماتو ترلاسه کولو اړوند ټول معلومات د امریکا متحده ایالاتونو فدرال مقرارتو کوډ 28 CFR § 16.34 کې هرڅه واضح بیان شوي دي.



په 1995 کال کې د کاغذي کار کمښت قانون (Pub. L. 104-13) د دې عمومي معلوماتو او راپورونو په اړه د هرې پوښتنې ځواب لپاره په تخمیني ډول 1.25 ساعتونه په پام کې نیول شوي دي، چې د کړنلارو ارزول، د اړتیا وړ معلوماتو راټولول او ساتنه او د عمومي معلوماتو څېړل هم پکې شامل دي. یو اژانس ممکن د اطلاعاتو یوه ټولګه هدایت او د هغه ملاتړ ونکړي او یو کس په دې اړ نه دی چې د ټولو معلوماتو په اړه ځواب ووايي مګر دا چې د OMB کنټرول شوې شمېره وړاندې کړي. مهرباني وکړئ د (1) معلوماتو راټولولو لپاره جواز، او دا چې آیا ښکاره کول یې اجباري دي که په خپله خوښه، (2) هغه اصلي موخې چې د معلوماتو څخه د کار اخیستلو لپاره په نظر کې نیول شوې دي، (3) نورې منظم ګټې اخیستنې چې ممکن له معلوماتو څخه وشي، او (4) د غوښتل شویو اطلاعاتو د یوې برخې یا ټولو معلوماتو د نه ورکولو اغیزو په اړه د بحث لپاره د خصوصي حریم ضمیمه خبرتیا/د خصوصي حریم قانون بیان وګورئ. که چېرې د دې معلوماتو په اړه کوم نظر لرئ نو مهرباني وکړئ موږ سره اړیکه ونیسئ [email protected].


د کورنۍ د یووالي کڅوړه | 13 نسخه

د ګوتې اثر اخیستلو کړنلاره FRP-7ps

بیاکتنه 12/28/2022

File Typeapplication/vnd.openxmlformats-officedocument.wordprocessingml.document
AuthorShannon Herboldsheimer
File Modified0000-00-00
File Created2023-08-28

© 2024 OMB.report | Privacy Policy