Family Reunification Application Pashto

FRP-3ps Family Reunification Application_FRP v13_Pashto_2022 12 28.docx

Family Reunification Packet for Sponsors of Unaccompanied Children

Family Reunification Application Pashto

OMB: 0970-0278

Document [docx]
Download: docx | pdf

OMB 0970-0278 [تر 2025/08/31 نېټې پورې اعتبار لري]

د ماشومانو او کورنیو اړوند چارو اداره

د کډوالو د بیا میشتیدنې اداره


د کورنۍ د بيا یوځای کیدو غوښتنلیک


دا غوښتنلیک څنګه بشپړ کړئ

اړین: که تاسو نشئ کولی دا مرحلې په اوو (7) ورځو کې بشپړ کړئ، مهرباني وکړئ خپل د قضیې مدیر ته ووایاست. د دې برسېره، په ځینو مواردو کې د قضیې مدیر ښايي د دې غوښتنلیک په بشپړولو کې ستاسو سره مرسته وکړي (یا ښايي مخکې ئې له تاسو سره مرسته کړې وي).


Shape1 لومړی ګام

که تاسو لا دمخه داسي نه وي کړي، تاسو باید سمدستي د د معلوماتو د خپرولو د اجازې فورمه او ستاسو د حکومت لخوا د عکس لرونکي پيژندپاڼې یوه کاپي لاسلیک کړئ او ستاسو د قضیې مدیر ته يې وسپارئ.

که له تاسو څخه د ګوتو نښانونه وغوښتل شي، ستاسو د قضیې مدیر به ستاسو سره مرسته وکړي چې ستاسو د ګوتو نښانونو د اخيستلو لپاره يو ملاقات تنظيم کړي. که تاسو پوښتنې لرئ د خپلي قضیې د مدیر سره اړیکه ونیسئ.


Shape2 2 پړاو

د سپانسر لارښود کتاب، د سپانسر پاملرني تړون، او د محرمیت خبرتیا، ولولئ، ترڅو زموږ په پروګرام کې د ماشومانو د سپانسرشيپ په هکله د شته نورو مهمو معلوماتو په اړه پوه شئ.

Shape3

3 ګام

د کورنۍ د یوځای کیدو غوښتنلیک بشپړ او لاسلیک کړئ (په دې کڅوړه کې 7-3 مخونه دي).


Shape4 4 پړاو

اړین اسناد چې د ملاتړي اسناد په برخه کې ذکر شوي دي راټول کړئ (په دې کڅوړه کې 10-8 مخونه).


Shape5 5 ګام

د کورنۍ د یوځای کیدو غوښتنلیک (دا غوښتنلیک) او اړین ملاتړي اسناد ستاسو د قضیې مدیر ته وسپارئ.





ډېر پوښتل شوي


که زه اسناد ونه لرم، ایا زه کولای شم خپل ماشوم سپانسر کړم ؟

هو. ORR پرته له دې چې ستاسو د کډوالۍ وضعیت ته پام وکړي، دا غوره ګڼي چې یو ماشوم مور او پلار یا قانوني سرپرست ته وسپارل شي. ORR د کډوالۍ چارو پلي کونکي اداره نه ده.



ایا د ماشوم د سپانسر کولو لپاره کوم لګښت شته؟

نه. د ماشوم د سپانسر کولو اړوند اړتیاوو د پوره کولو لپاره هیڅ فیس نشته، مګر کېدای شي تاسو د ماشوم د سفر او ساتیري اړوند لګښتونه پرغاړه واخلئ. که له تاسو څخه د ماشوم د سپارلو په اړه د فیس غوښتنه وشي، تاسو ممکن د احتمالي درغلۍ او توطيې ښکار شوي ياست او باید د قانون پلي کونکي ادارې ته راپور ورکړئ، مهرباني وکړئ د نورو معلوماتو لپاره د درغلیو په اړه خبرداری سند وګورئ.



ایا زه د ماشوم د سپانسر کولو لپاره وکیل ته اړتیا لرم؟

نه. تاسو د ماشوم د سپانسر کولو اړوند اړتیاوو د پوره کولو لپاره وکیل ته اړتیا نه لرئ. که تاسو ددې اړتیاوو د پوره کولو لپاره مرستې ته ضرورت لرئ، ستاسو د قضیې مدیر کولای شي ستاسو سره مرسته وکړي. که تاسو د اضافي مرستې په لټه کې یاست، په یاد ولرئ چې د ماشوم د سپانسر کولو اړوند اړتیاوو د پوره کولو لپاره هیڅ فیس نه شته.



ولې زه باید د ګوتو نښې ورکړم؟

ORR د ماشوم د خوندیتوب ډاډمنولو لپاره د بګراونډ يا شالید ارزوني ته اړتیا لري. که له تاسو څخه د ګوتو نښانونه وغوښتل شي، ستاسو د قضیې مدیر به ستاسو سره مرسته وکړي چې ستاسو د ګوتو نښانونو د اخيستلو لپاره يو ملاقات تنظيم کړي. که تاسو پوښتنې لرئ د خپلي قضیې مدیر سره اړیکه ونیسئ.



زه باید کوم معلومات چمتو کړم؟

تاسو باید د کورنۍ د بیا یوځای کیدو غوښتنلیک او ددې قضيې ملاتړي اسناد بشپړ کړئ. تاسو باید د خپلې کورنۍ، د ماشوم سره ستاسو د اړیکو، او د ماشوم فزیکي او رواني هوساینې ته د پاملرنې د وړتیا په اړه ستاسو د قضیې د مدیر پوښتنو ته هم ځوابونه ووایاست. تاسو باید د خپل هویت ثبوت وړاندې کړئ.



زه څه وخت بايد دا اسناد خپل د قضیې مدیر ته ورکړم؟

که امکان ولري، تاسو باید ټول اړین معلومات د اوو (7) ورځو په ترڅ کې يا له دې مخکې وسپارئ. هرڅومره ژر چې تاسو ټول اړین اسناد وسپارئ، ډیر ژر به ORR ستاسو پاملرني ته د ماشوم سپارلو کولو پریکړه وکړي. ORR به سمدستي ستاسو پالني او ساتني ته د ماشوم سپارلو د پریکړې خبر درکړي یا که اضافي معلوماتو یا ارزونې ته اړتیا وي، په دې اړه به تاسو خبر کړي.


ستاسو - سپانسر - او د ماشوم (انو) په اړه


  1. د ماشوم(انو) نوم (ونه)

د ټولو هغه ماشومانو نومونه لیست کړئ چې تاسو یې ددوی لپاره د سپانسر غوښتنه کوئ

  1. د ماشوم(انو) سره ستاسو اړیکه

د مثال په توګه، مور، تره، د کورنۍ ملګري


Shape6 Shape7

Shape8

  1. ستاسو نوم


  1. Shape9 نور هغه نومونه چې تاسو استفاده کړي وي

نور هغه نومونه ذکر کړئ چې تاسو ورڅخه استفاده کړې وي، لکه له واده وړاندي ستاسو نوم، يا د ميندو وروستي نومونه (که يې په کامه سره جلا کړئ)


  1. Shape10 ستاسو اصلي هیواد

چیرته چې تاسو زیږیدلي ياست


  1. Shape11 ستاسو د زیږون نیټه

(میاشت/ورځ/کال (د بیلګې په توګه، 1979/12/31)

  1. د تلیفون شمیرې

د مثال په توګه، 210-555-1234

Shape12



Shape13

لومړنی تلیفوني شمېره

دوهمه تلیفوني شمېره


Shape14

  1. ستاسو د بریښنالیک پته یا فکس شمیره

Shape15

  1. هغه ژبه چې تاسو ورباندي خبرې کوئ


تاسو او ماشوم(ان) به چیري اوسیږئ؟

  1. Shape16 پته

د سړک آدرس

(+ د اپارتمان شمیره، که ممکنه وي)


Shape17 Shape18 Shape19

ښار ایالت زيپکوډ



  1. اوس مهال هلته څوک ژوند کوي؟



د کورنۍ د غړي نوم


د زیږون نیټه


ستاسو سره د (سپانسر) اړیکه


له ماشوم سره اړیکه

(مثال) Miguel Perez

1985/12/31

ورور

تره














































که تاسو د ماشوم(انو) پاملرنه نه شئ کولای، نو يو بل بالغ شخص به څوک وي چې دا کار وکړي

که تاسو د ماشوم(انو) پالنه نه شئ کولای، څوک به د کوچني(انو) پالنه وکړي؟

Shape20

12a) د احتمالي بالغ پالونکي نوم


Shape21

12b) د احتمالي بالغ پالونکي د زیږون نیټه


Shape22


12c) د احتمالي بالغ پالونکي سره د اړیکو معلومات د تلیفون شمیره


Shape23 د سړک آدرس

(+ د اپارتمان شمیره، که موجوده وي)


Shape24 Shape25 Shape26

زيپ کوډ

ايالت

ښار



Shape27 12d) د ماشوم(انو) سره دوی څه اړیکه لري ؟

(نیکه، ترور، د 18 کالو څخه د ډیر عمر لرونکی ورور، او نور)


Shape28

12e) د سپانسر په توګه، ستاسو سره د دوی اړیکه څه ده؟



Shape29
12f) که تاسو د ماشوم(انو) پالنه نه شئ کولای، په دې صورت کې به د کوچنيانو پالنه څنګه وشي؟


مالي معلومات

13) تاسو به د ماشوم(انو) مالي ملاتړ څنګه کوئ؟

ستاسو د عاید ټولې سرچینې او مقدار وليکئ (د مثال په توګه هغه مقدار چې تاسو ته هره اونۍ تادیه کیږي) او همدارنګه د نورو لخوا ترسره کېدونکي هغه مالي ملاتړ تشریح کړئ چې د کوچني(انو) سره د مالي ملاتړ په برخه کې مرسته کوي.

Shape30


روغتیایی معلومات

14a) آیا ستاسو په کورنۍ کې کوم کس جدي ساري ناروغي (لکه ټي بي، ايډز، د ينې التهاب او داسي نوري) لري؟

Shape31
که داسې وي، مهرباني وکړئ تشریح يې کړئ:


Shape32
14b) ایا تاسو د کومو داسي روغتیايي شرایطو په اړه خبر یاست چې ممکن ماشوم(ان) يې ولري (لکه معیوبيت، حساسيت، ناروغي او داسي نور)؟ که داسې وي، مهرباني وکړئ تشریح يې کړئ:


جرمي مخينه

که تاسو د دې پوښتنو څخه هري یوې ته د "هو" ځواب ورکړئ، تاسو مجبور ياست چې نور معلومات هم چمتو کړئ. د نورو معلوماتو لپاره د ملاتړو اسنادو پاڼه (د دې معلوماتي کڅوړې 9 پاڼه) وګورئ.


15a) آیا تاسو یا ستاسو په کورنۍ کله هم يو شخص په يو جرم تورن شوی یا محکوم شوی دی (پرته له یوې کوچنۍ ترافیکي سرغړونې؛ لکه موټر په سرعت چلول، د پارکینګ جرمانه او داسې نور)؟

هو نه


15b) آیا تاسو یا ستاسو په کورنۍ کې کوم کس د فزیکي تاوتريخوالي ، جنسي تیري، غفلت یا د ماشوم پریښودلو په اړه تر تحقيقاتو لاندي راغلی دی؟

هو نه



خپل غوښتنلیک لاسلیک او نیټه پرې وليکئ

زه د دروغو د قانون د جزا له مخې دا اقرار او تایید کوم چې په دې غوښتنلیک کې موجود معلومات زما د پوهې سره سم او ریښتیني دي.


زه تصدیق کوم چې ټول هغه اسناد چې زه یې وړاندې کوم یا د دې اسنادو کاپي له خطا او درغلۍ څخه پاک دي. همداراز دا تصدیق کوم چې زه به د سپانسر پاملرنې تړون کې د پاملرنې اړوند لارښوونې مراعاتوم.

زه به د ماشوم(انو) فزیکي او رواني هوساینه تامينوم. زه به د دغه ماشوم د پاملرنې اړوند د خپل ايالت قوانين او مقررات تعقيبوم چې په دې کې لاندي مقررات هم شامل دي:

  • په ښوونځي کې د ماشوم(انو) شاملول؛

  • د اړتیا پرمهال د طبي پاملرنې خدمات چمتو کول؛

  • د تاوتريخوالي ، غفلت او ماشوم پریښودلو څخه د کوچنی(انو) محافظت او ساتنه؛ او

  • نوري هغه اړتياوي چې دلته ذکر شوي نه دي.




Shape33

ستاسو لاسلیک نیټه


مرستندويه اسناد

مهرباني وکړئ د لاندې اسنادو کاپي چمتو کړئ. که تاسو نه شئ کولی هغه اسناد چمتو کړئ چې موږ یې غوښتنه کوو، مهرباني وکړئ دا وضاحت ورکړئ چې ولې. که چیرې کوم اړین معلومات نه وي، نامکمل او یا هم غلط وي، کېدای شي موږ ستاسو غوښتنلیک رد کړو.

  1. د ماشوم د هویت ثبوت

د ماشوم د زیږون سند یوه کاپي

  1. ستاسو او د تطبیق پر مهال د کورنۍ د هر غړي د هویت ثبوت

د حکومت لخوا د صادر شوې هويت پاڼي يا آی ډي یوه کاپي. تاسو کولای شئ د A لیست څخه یو انتخاب یا د B لیست څخه دوه یا ډیر انتخابونه وړاندې کړئ. که تاسو د B لیست څخه انتخابونه وړاندې کړئ، لږترلږه په يوه انتخاب کې باید عکس وي. تر وخت تېر اسناد منل کېږي.

A ليست

د متحده ایالاتو پاسپورټ یا د متحده ایالاتو د پاسپورټ کارت

بهرني پاسپورت چې عکس ولري

د دایمي هستوګني کارت یا د بهرنیانو د ثبت کارټ (I-551 فورمه)

د استخدام د جواز سند چې عکس ولري (I-766 فورمه)

د متحده ایالاتو د موټر چلولو جواز یا پېژندپاڼه


B لیست

د متحده ایالاتو د تابعيت سند

د متحده ایالاتو نظامي پېژندپاڼه

د زیږون سند

نکاح خط

د نوم بدلولو لپاره د محکمې حکم

بهرنۍ ملي پېژندپاڼه

د قونسلګرۍ لخوا د پاسپورت نوي کولو رسید چې عکس ولري

د مکسیکو قونسلي پیژندپاڼه

د موټر چلولو بهرني جواز چې عکس ولري

د بهرنیو رایه ورکوونکو د نوملیکنې کارټ چې عکس ولري

د کاناډا له پولې څخه د تیریدو کارټ چې عکس ولري

د مکسیکو له پولې څخه د تیریدو کارټ چې د اعتبار وړ I-94 فورمې سره عکس ولري

د کډوالو سفري اسناد چې عکس ولري

نور ورته دولتي اسناد (چې په دې کې دORR د د معلوماتو خپرولو تصدیق فورمه چې د 21 کالو څخه د کم عمر لرونکو اشخاصو لپاره د عکس سره يوځای وي شامل دي)



  1. قانوني ریکارډونه (که د تطبیق وړ وي)

که تاسو په دې فورمه کې د 15(a) یا 15(b) پوښتنې ته د "هو" ځواب ورکړی، نو مهرباني وکړئ موږ ته د هر تور/ محکومیت په اړه لاندې معلومات راکړئ:

    • د ښکیل کس نوم

    • د پېښې ځای او نېټه

    • د پېښې وضاحت

    • د پیښې مخنیوی (د بیلګې په توګه، بې ګناه بلل شوي ياست، جریمه شوي ياست، زنداني شوي ياست، محاکمه شوي ياست)

    • د محکمې د ریکارډونو کاپي، د پولیسو ریکارډونه، او/یا د پیښې اړوند د دولتي ټولنیزو خدماتو د ادارې ریکارډونه


  1. د پتي ثبوت

لږترلږه د اسنادو یوه کاپي چې ستاسو اوسنی پته پکې تاييد شوې وي. د اسنادو هغه انواع چې د منلو وړ وي په لاندي ډول دي:

    • ستاسو په نوم اوسنی کرايه خط

    • ستاسو اوسنی د ګروي تړون چې ستاسو نوم پکې ليکلی وي او په تېرو دوو مياشتو کې ليکل شوی وي

    • ستاسو د بانکي حساب چې په تېرو دوو مياشتو کې ليکل شوی وي

    • د تادیاتو د رسمي چيک يوه کونده چې ستاسو د ګومارونکي لخوا صادر شوی وي، او نېټه يې په تیرو دوو میاشتو کې وي

    • د اعتبار وړ هغه دولتي پېژندپاڼه يا آی ډي چې ستاسو عکس او اوسنۍ پته پکې وي او تر وخت تېره شوې نه وي

    • پوستي پته، د کور د برېښنا او اوبو بيل یا د بیمې تړون، چې په تېرو دوو مياشتو کې ستاسو پر اوسني پته تاسو ته لیږل شوی وي

    • ستاسو د کور مالک لخوا يو تصديق شوی لیک چې ستاسو پته پکې تاييد شوې وي او همداراز ستاسو نوم، ستاسو د تګ نېټه، د خوب د خونو شمیر او د کرايي تړون د پای نیټه پکې ذکر شوي وي

    • نور ورته اسناد چې په باوري توګه دا وښیي چې تاسو په خپله اوسنۍ پته کې اوسېږئ، او دا اسناد په تیرو دوو میاشتو کې ليکل شوي وي

که تاسو دا اسناد نه شئ چمتو کولای، نو مهرباني وکړئ د خپلي قضیې د مدیر سره اړیکه ونیسئ.


  1. د اړیکو ثبوت

د اسنادو او مدارکو هغه کاپي چې ستاسو او د کوچني تر منځ د اړیکو ثبوت وړاندې کوي. تر وخت تېر اسناد منل کېږي.

له ماشوم سره ستاسو اړیکه

د منلو وړ اسناد

پلار

  • د زیږون سندونه

  • د محکمې ریکارډونه

  • د حکومت لخوا والدينو ته صادره شوې پېژندپاڼه چې عکس ولري

د والدينو-اقدامات

تاسو په قانوني توګه ماشوم په زوی ولي منلی دی

  • د زیږون سندونه

  • د حکومت لخوا والدينو ته صادره شوې پېژندپاڼه چې عکس ولري

  • د والدينو-اقدامات اړوند د حکومت لخوا صادره شوې پېژندپاڼه چې عکس ولري

  • نکاح خط

  • د محکمې د حکم هغه اسناد چې د ماشوم منلو یا قانوني سرپرستۍ تصدیق پکې شوی وي

قانوني سرپرست

  • د محکمې د حکم هغه اسناد چې د ماشوم منلو یا قانوني سرپرستۍ تصدیق پکې شوی وي

  • د زیږون سندونه

  • د حکومت لخوا صادر شوې د قانوني سرپرستۍ پېژندپاڼه چې عکس ولري

  • د سرپرستۍ ریکارډونه

  • د مړینې سندونه

  • د روغتون ریکارډونه

د کورنۍ غړی

د کورنۍ ټول غړي:

  • د زیږون سندونه

  • د کورنۍ د غړي د زیږون او/یا د مړینې هغه سندونه چې د ماشوم سره ستاسو تړاو او اړيکه وښيي

  • نکاح خط

  • د روغتون ریکارډونه

  • د محکمې ریکارډونه

  • د باپټسمل مذهبي سند


د کورنۍ د نږدې غړي، لکه ترور، تره، یا لومړۍ درجه د تره زوی، چې د ماشوم لومړني پالونکی وي یا يې مخکې پالنه کړې وي (که تاسو د قانوني واده له لارې د کوچني نیکه، خور/ورور، ناسکه خور/ورور، یا ناسکه وروڼه یاست، بيا دغه اسنادو ته اړتیا نشته):

  • د سرپرستۍ ریکارډونه

  • د یو اياللت یا بهرني حکومت لخوا صادر شوي ورته نور اسناد

  • ستاسو لخوا تحليف پاڼه (ستاسو د قضیې مدیر به ستاسو، ماشوم او د کورنۍ د نورو غړو سره د مرکې له لارې ستاسو د حلف سند تایید کړي)

تاسو د ماشوم سره اړيکه نه لرئ

  • مهرباني وکړئ د خپل قضیې مدیر سره اړیکه ونیسئ



په 1995 کال کې د کاغذپراني کار کمښت قانون (Pub. L. 104-13) د دې عمومي معلوماتو راټولولو په اړه د هرې پوښتنې ځواب لپاره په تخمیني ډول 1.0 ساعتونه په پام کې نیول شوي دي، چې په دې کې د کړنلارو ارزول، د اړتیا وړ معلوماتو راټولول او ساتنه او د عمومي معلوماتو څېړل هم شامل دي. یوه اداره ممکن دا اجراءات ترسره نه کړي او نه هم د سپانسر چاري عملي کړي، او یو شخص مکلف نه دی چې بايد ځواب ووایي، پرته له هغه چې د OMB اوسمهاله کنټرولي شمېره ولري. مهرباني وکړئ د بحث لپاره د محرمیت خبرتیا / د محرمیت د قانون بیانيه وګورئ (1) د معلوماتو غوښتلو واک، او ایا د معلوماتو افشا کول لازمي دي که په داوطلبانه توګه، (2) اصلي اهداف چې د معلوماتو لپاره ورڅخه کاراخيستل کېږي، (3) ) د معمول مطابق د معلومات څخه بل ډول استفاده چې کیدای شي د معلوماتو څخه په لاس راځي، او (4) هغه اغیزې چې د غوښتل شويو ټولو معلوماتو یا د کومې برخې نه چمتو کول. که تاسو د دې معلوماتو راټولولو په اړه کوم نظر لرئ مهرباني وکړئ د [email protected]. سره اړیکه ونیسئ.


د کورنۍ د بيا یوځای کیدو مالوماتي کڅوړه | 13 نسخه پاڼه 1 د 9

FRP-3ps د کورنۍ د بیا یوځای کیدو لیک

تعديل شوی 28/12/2022

File Typeapplication/vnd.openxmlformats-officedocument.wordprocessingml.document
File Modified0000-00-00
File Created0000-00-00

© 2024 OMB.report | Privacy Policy