ILSAA EAA Focus Group Informed Consent (Pashto)

ILSAA EAA Focus Group Informed Consent, Pashto.docx

Fast Track Generic Clearance for Collection of Qualitative Feedback on Agency Service Delivery

ILSAA EAA Focus Group Informed Consent (Pashto)

OMB: 0970-0401

Document [docx]
Download: docx | pdf


د ایلسا (ILSAA) په تمرکز ډله یا فوکس ګروپ بحثونو کې د ګډون رضایت پاڼه


او ام بي – (OMB) کنټرول شمیره: 0970-0401

د ختمیدو نیټهxx/xx/xxxx :

د اداري تشریفاتو یا کاغذپرانۍ د کمښت قانون (PRA) OF 1995 (Pub. L. 104-13): د دغه معلوماتو د را ټولولو موخه دا ده چې د نویو راغلو افغانانو لپاره د مهاجرت حقوقي خدماتو پروژې -ایلسا ILSAA)) له خوا تاسو ته وړاندي شوي حقوقي خدماتو په اړه ستاسو د تجربې په اړه معلومات را غونډ کړل شي. د یادونې وړ ده چې دغه پروژه د کډوالو د بیامیشتیدنې د دفتر (ORR) نوښت دی. د عامه خلکو لپاره د دغه ډول معلوماتو د را ټولولو وخت په اوسط توګه درې ساعته د هر ځواب ویونکي پر سر اټکل شوی دی، په دې کې د تمرکز ډله یا فوکس ګروپ بحثونو ته د سفر کولو وخت، د لارښوونو مرور او بیا کتنه، او په دغه بحثونو کې د ګډون کولو وخت په پام کې نیول شوی دی. د معلوماتو دغه ډول را ټولول داوطلبانه دي. یو دولتي (فدرالي) اداره ممکن چې دغه کار تمویل یا سپانسر او یا تر سره نکړي، او هیڅ کس یا هم کوم بنسټ دا مکلفیت نه لري چې ځواب ووايي، او نه هم به یو کس یا بنسټ د ۱۹۹۵ کال د کاغذ پرانۍ د کمښت قانون اړتیاو سره سم د معلوماتو راټولولو سره په مطابقت کې د جریمې تابع کیدای شي خو په استثنا له دې چې د معلوماتو راټولول اوس مهال د او ام بي (OMB) باوري کنټرول شمېره وښیې.



ګډون رضاکارانه دی: له تاسو څخه غوښتنه شوې چې پدې تمرکز ډله یا فوکس ګروپ بحثونو کې برخه واخلئ. ستاسو ګډون په دې د تمرکز ډله یا فوکس ګروپ بحثونو کې داوطلبانه دي، او تاسې کولای شئ چې هر وخت وغواړې د دې مطالعې څخه - پرته له دې چې ستاسو پر هغو خدماتو چې د ایلسا  (ILSAA) – یا نورو اداورو څخه ېې ترلاسه کوئ کوم ا‌ثر وکړي- بهر شئ . په دې سند کې د تمرکز ډله یا فوکس ګروپ بحثونوپه اړه مهم معلومات، په شمول د دې چې که چیري تاسو ګډون وکړئ نو څه تمه باید ولرئ، شامل دي. مهرباني وکړئ معلومات په غور سره په نظر کې ونیسئ او ملاحضه یی کړئ. مخکې له دې چې د ګډون په اړه تصمیم ونیسئ، کولای شی خپلې پوښتني مطرح کړئ.

د څیړنې شالید(بګرونډ): د نویو راغلو افغانانو لپاره د حقوقي خدماتو پروژه - ایلسا ILSAA))، چې د کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر (ORR) لخوا تمویل کیږي او د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د متحده ایالاتو کميټه (USCRI) او آی سي اِف (ICF) لخوا پلي کیږي ، یوه څیړنه ترسره کوي تر څو د هغو افغانانو تجربې وپلټي چې په متحده ایالاتو کې میشت شوي او له ایلسا (ILSAA) څخه ېې حقوقي خدمات ترلاسه کړي دي. موخه دا ده چې پوه شو تاسې څنګه د ایلسا (ILSAA) لخوا وړاندي شوي حقوقي خدماتو څخه ګټه پورته کړې او څنګه يې ارزوئ. پر دی پوهیدل او ښه درکول به د راتلونکو مرستو او ملاتړ پروګرامونو ترتیبولو په برخه کې مهم او حیاتي وي.

د څیړنې طرحه: دا د تمرکز ډله یا فوکس ګروپ بحثونه به د یو ژباړونکي په مرسته پر مخ یوړل شي او تاسو ته به د خپلو تجربو دڅرګندولو لپاره خوندي چاپیریال چمتو کړل شي. موږ تمه لرو چې دا د تمرکز ډله یا فوکس ګروپ بحثونه به د یو نیم ساعت په شاوخوا کې وخت ونیسي. تسهیل کونکی(د پروګرام پرمخ وړونکی) به بحثونه پر مخ بوځې او جریان به ېې د څیړنیزو موخو لپاره رکارډ (ثبت) شي‌. له تاسو څخه د پوښتنو کولو موخه د ایلسا (ILSAA) څخه د خدماتو ترلاسه کول او تجربو په اړه پوهیدل دي.‌ ژباړونکی به د تسهیل کونکي او برخه اخیستونکو ترمنځ شفاف او روښانه اړیکه تضمین کړي. د ثبت کولو سربیره، یو نوټ اخیستونکی به ستاسو ځوابونه د تحلیل او تجزیې لپاره یاداشت او ولیکي. یو افغان کارکوونکی چې د موضوع د کارپوه په توګه نومول شوی ، د تسهیل کوونکي د ټیم برخه ده او د کلتوري پوهاوي په برخه کې به د ټیم سره مرسته کوي. د تسهیل کوونکي ټیم د معلوماتو محرمیت یعني پټ ساتلو پابند دی ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ټولې خبرې اترې خصوصي پاتې کیږي.

د ګډون خطرونه: په دې تمرکز ډله یا فوکس ګروپ بحثونو کې ګډون ممکن ځینې خطرونه ولري. د شخصي تجربو یا حساسو موضوعاتو په اړه د بحث کولو پرمهال، تاسو کیدای شی احساساتي یا رواني فشار تجربه کړئ. بحثونه کیدای شي په ناڅاپي ډول حساس کلتوري مسلې درپه یاد کړي، او د نارامتیا سبب شي. ژبني خنډونه ممکن د غلط فهمۍ لامل شي. که څه هم، تسهیل کونکي د کلتوري حساسیت او د صدماتو (ټراما) مراقبت کې روزل شوي دي او پدې پوهیږي‌ چې دا خطرونه څه ډول اداره کړي ترڅو د خطرونو مخه ونیسي او یا ېې کم کړي. ستاسو محرمیت زمونږ لومړنۍ اولویت دی او ستاسو د ځوابونو امنیت ډاډمن کولو لپاره اقدامات ترسره شوې دي. هره هغو پوښتنو ته چې نه غواړئ ځواب ورکړئ،‌ تاسې ېې د نه ځوابولو اختیار لرئ. موږ ستاسې د محرمیت ډاډ ترلاسه کولو لپاره قوي ګامونه اخیستي دي، او ستاسو د هویت افشا کیدو خطر خورا لږ دی.

د ګډون ګټې: په دې تمرکز ډله یا فوکس ګروپ بحثونو کې د ګډون په پایله کې لاندې ګټې تر لاسه کوی شی: نوي مشاهدات او معلومات ترلاسه کول، همکارانو او دوستانو سره ارتباطات ټینګول، اعتبار ترلاسه کول، د ایلسا (ILSAA) په خداماتو اغیزه کول، او مالي اجوره ترلاسه کول ( هڅوني په خاطر). موږ تمه لرو چې د تمرکز ډله یا فوکس ګروپ د بحثونو پایلې به د ایلسا (ILSAA) لپاره ارزښتناکه معلومات چمتو کړي ترڅو د افغان کډوالو لپاره د خدماتو کچه لوړه کړي. ستاسو همکاري او ګډون د افغانانو لپاره دراتلونکو مرستو او پروګرامونو په جوړونه کې مهم او ګټوره وي، او په بالقوه توګه د خدماتو کیفیت او لاسرسي ښه کولو لامل کیږي.







د محرمیت او معلوماتو (ډیټا) مدیریت: ځوابونه به په غږیز (آډیو) ډول او نوټ اخیستلو له لارې ثبت شي او په خوندي ډول به د دې ادارې په داخل کې وساتل شي. ستاسې ثبت شوی غږ (آډیو) به د ژباړونکي شرکت پرته د بل چا سره شریک نشي ترڅو د تمرکز ډله یا فوکس ګروپ بحثونه د لیکلي راپور په چمتو کولو کې مرسته وکړي. کله مو چې د آډیو لیکل شوې بڼه (ټرانسکرپټ)‌ تر لاسه کړ، موږ به غږیږ رکارډونه پاک او لمنځه یوسو. ستاسو نوم به په لیکلې بڼه او یا کوم نوټ کې نه وي څرګند. ستاسو نوم او بل کوم پیژندونکي معلومات به ستاسو د ځانګړو نظرونو سره په هغه اسنادو کې چې د دې تمرکز ډله یا فوکس ګروپ بحثونو په پایله کې وي نه ضمیمه کیږي. په بل عبارت، دا پدې مانا ده چې هیڅوک به ونشي کولای ستاسو هویت د هغه معلوماتو څخه پیدا کړي چې موږ یې په دې څیړنه کې راټولوو او کاروو. معلومات به په داخلي توګه د ایلسا (ILSAA) او کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر(ORR) استازو سره ، او په احتمالي توګه د او ار ار (ORR) د پالیسۍ سره سم، د قضیې په قضیې پر بنیاد د بهرنیو ادارو سره شریک شي. په دې ترتیب،‌ کیدای شي داسې شرایط شتون ولري چې دا معلومات باید خپاره شي یا شریک شي لکه څنګه چې د قانون له مخې اړتیا وي. ټول راټول شوي معلومات د ایلسا (ILSAA) پالیسۍ لخوا تر ټاکل شوي مودې لپاره ساتل کیږي، وروسته له هغې دا معلومات د محافظت مقرراتو سره سم ویجاړ یا خوندي کیږي.

د ګډون کونکي لپاره لارښوونې:

  • خصوصي حریم: برخه اخیستونکي موافق دي چې په ګروپ کې شریک شوي معلومات د غونډې څخه بهر د نورو سره نه شریکوي.

  • ثبت کولو څخه ډډه کول: ګډون کونکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې غونډه په هر ډول (آډیو، ویډیو یا عکسونو) کې ثبت کړي ترڅو د ګروپ محرمیت ته درناوی وشي.

د ګډون لپاره ستاینه: تاسو به د تمرکز ډله یا فوکس ګروپ ناستې له بشپړیدو وروسته د ۵۰ ډالرو ډالۍ(ګفټ) کارت ترلاسه کړئ، ترڅو ستاسو د ونډې لپاره زموږ قدرداني منعکس کړي.

اخلاقي تصویب: دا څیړنه د اداری بیاکتنې بورډ ای ار بي (IRB) لخوا برسې او تصویب شوې. دا د دې څیړنې په ترسره کولو کې د لوړ اخلاقي معیارونو تعقیب یقیني کوي.

د اړیکو معلومات: که تاسو د دی تمرکز ډله یا فوکس ګروپ بخثونو په اړه کومه پوښتنه، اندیښنه، یا شکایت لرئ، مهرباني وکړئ د Rafael Camacho Jr سره په دغه بریښنالیک[email protected] یا دغه شمېره (0864-286-833) اړیکه ونیسئ. د دې څېړنې د یو ګډون کوونکي په توګه که د خپلو حقونو په هکله که کومه پوښتنه لری او یا د دغې څېړنې په اړه نورې څه اندېښنې لرئ او یا شکایت لری او غواړې داسې چا سره یې شریک کړې چې د ایلسا پورې تړاو ونلري،کولای شی په دې ایمیل پته [email protected] د بیاکتنې بورډ سره اړیکه ونیسئ.

د رضایت بیان: زه د دې رضایت فورمې محتوا او د تمرکز ګروپ په اړه چمتو شوي معلوماتو باندې پوهیږم. زه هر ډول اړوند خطرونو څخه خبر یم او منم یې. ما د پوښتنو کولو فرصت درلود او زما د اطمینان سره سم مې ځوابونه ترلاسه کړل. زه په داوطلبانه توګه موافق یم چې په دې څیړنه کې برخه واخلم.

د لاندني برخې په لاسلیک کولو سره، زه د پورته بیانونو سره موافق یم او په دې تمرکز ډله یا فوکس ګروپ کې د ګډون لپاره خپل رضایت وړاندې کوم.

د ګډونوال نوم (پرنټ حالت): ________________________________

د ګډونوال لاسلیک: ________________________________

نېټه:‌ ________________________________




File Typeapplication/vnd.openxmlformats-officedocument.wordprocessingml.document
AuthorAshraf Saad
File Modified0000-00-00
File Created2024-07-25

© 2024 OMB.report | Privacy Policy