P-18p Notice of Administrative Review - Pashto

Placement and Transfer of Unaccompanied Children into ORR Care Provider Facilities

Notice of Administrative Review_Pashto (Form P-18) - (Rev. 12.21.22) Clean

Notice of Administrative Review (Form P-18)

OMB: 0970-0554

Document [docx]
Download: docx | pdf

ORR Letterhead Info

د اداري بیاکتنې اړوند خبرتیا

محترم ښاغلې/آغلې [د UC بشپړ نوم وليکئ]:

په [نېټه] ، تاسو [د خوندي پاملرنې خدماتو د چمتو کوونکي، د خوندي چارو د کارمندانو، RTC] سره د خپل ځای پرځای کولو اړوند چارو د بیاکتني غوښتنه وکړه. د کډوالو د بیا میشتیدنې د دفتر (ORR) لخوا به د لوړي کچې دریو کارمندانو یوه ډله چې د ځای پرځای کولو اړوند چارو د بیاکتنې هيئت (PRP) په نوم یادیږي، د هغې پرېکړي په اړه بياکتنه وکړي چې له مخي يې تاسو په يو محدود چاپريال کې ځای پرځای کېږئ. د دې هيئت هیڅ یو غړی به په هغه اصلي پریکړه کې ښکیل نه وي چې له مخې يې تاسو ته ځای درکوي یا په اوسني چاپريال کې ستاسو ځای پرځای کولو ته دوام ورکوي. هيئت به دا معلومه کړي چې آیا په اوسني تاسیساتو کې په دوامداره توګه ستاسو ځای پرځای کولو د ملاتړ لپاره کافي معلومات شته که څنګه.1

د PRP د اقداماتو مخکې، مهرباني وکړئ لومړی لاندي مواردو ته متوجه اوسئ:

  • کېدای شي تاسو یو وکیل ولرئ چې هغه ستاسو استازیتوب وکړي او/یا د PRP په پروسه کې ستاسو سره مرسته وکړي.

  • که تاسو مخکې دا کار نه وي کړی، تاسو باید په دې اړه د وکیل (قانوني استازی) او/یا د ماشوم د مدافع وکیل سره خبرې وکړئ. که تاسو وکیل یا د ماشوم مدافع وکیل نه لرئ، ستاسو د قضیې مدیر به تاسو د قانوني خدماتو چمتو کونکي ته معرفي کړي ترڅو هغوی ستاسو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

  • تاسو او/یا ستاسو استازی (وکیل یا د ماشوم مدافع وکیل) ته به ستاسو د ټولې قضیې يوه کاپي درکړل شي. سربیره پردې، تاسو او/یا ستاسو استازي ته به په لیکلې بڼه د هغه اسنادو یوه کاپي درکړل شي چې د همدې اسنادو له مخي برنامه او د فدرالي ادارې ساحوې متخصص ستاسو د اوسني ميشتېدني اړوند پریکړه کړې وي. دې اسنادو ته د شواهدو سوابق ویل کیږي.

  • تاسو او/یا ستاسو استازی (وکیل یا د ماشوم مدافع وکیل) به دا فرصت ولري چې ستاسو د موقف يا حالت د ملاتړ لپاره په لیکلي بڼه بیانيه چمتو کړئ.

  • تاسو او/یا ستاسو استازی (وکیل یا د ماشوم مدافع وکیل) کولای شي په اختیاري توګه د قضيې د اوریدنې غوښتنه وکړئ، چې هلته تاسو یا ستاسو استازی کولای شئ په شفاهي ډول خپل بيان واوروئ، شاهدانو ته زنګ ووهئ او ياهم پوښتني وکړئ.

ستاسو د ځای پرځای کولو چارو د بياکتني لپاره PRP دوه انتخابه لري. یو انتخاب دا دی چې له PRP څخه وغواړئ چې یوازې د لیکل شويو اسنادو (د شواهدو د ثبت او سوابق او ستاسو د لیکلي بیان) پر بنسټ پریکړه وکړي. د PRP لپاره دوهم انتخاب دا دی چې دواړه هم د لیکل شويو اسنادو (د شواهدو سوابق او ستاسو لیکل شوی بیان) بیاکتنه وکړي او هم د قضيې اوریدنه ترسره کړي. د دواړو انتخابونو اړوند لارښوونې لاندې تشریح شوي دي.

لومړی انتخاب: یوازې د لیکلو اسنادو بیاکتنه

په دې انتخاب کې، PRP یوازې ستاسو، د پروګرام او د فدرالي ادارې د ساحوي متخصص (FFS) لخوا په ليکلې بڼه چمتو شويو معلوماتو ته په کتو پریکړه کوي. موږ ستاسو او/یا ستاسو د استازي د بیاکتنې لپاره په اسنادو کې د برنامې اړوند يوه کاپي او د FFS د شواهدو سوابق هم ضميمه کوو. مهرباني وکړئ تر [نېټې] پورې خپل لیکل شوی بیان PRP ته واستوئ. تاسو کولای شئ خپل لیکل شوی بیان PRP ته واستوئ یا له خپل استازي څخه غوښتنه وکړئ چې دا بيان د برېښناليک له لاري [email protected] ته ولېږي یا هم ستاسو د قضيې مدير ته يې یوه کاپي ورکړي چې هغه ستاسو په استازیتوب د برېښناليک له لاري دا اسناد PRP ته واستوي.

هيئت به د لیکل شوي بیان د ترلاسه کولو څخه وروسته تاسو ته د اووه (7) ورځو په ترڅ کې د خپلي پرېکړي په اړه خبر درکړي. کېدای شي هيئت د FFS پریکړه تاييد کړي او ستاسو د اوسني مېشتېدني يا ځای پرځای کولو اړوند ستاسو غوښتنه رد کړي، يا د لا ښه غور او بياکتني لپاره ستاسو غوښتنه FFS ته راجع کړي، یا ستاسو غوښتنه د دې لارښوونو سره يوځای ومني چې تاسو غواړئ د پاملرنې اړوند مختلفي کچي ته انتقال شئ. د هيئت په پریکړه کې به په ليکلې بڼه لنډ هغه توضیحات ضميمه وي چې د دوی د پریکړي ملاتړ کوي.

دوهم انتخاب: د لیکلو اسنادو بیاکتنه او په اختیاري اوریدنه کې ګډون

په ليکلې بڼه د پورته ذکر شويو اسنادو د چمتو کولو سربیره، تاسو کولای شئ د ویډیو کنفرانس له لارې په اختياري ډول د قضيې اوریدنې غوښتنه وکړئ. دا اوریدنه تاسو او/یا ستاسو استازی ته دا وړتیا درکوي چې شاهدي وړاندې کړي او د هيئت په وړاندې د شاهدانو څخه پوښتني وکړئ. په دوامداره توګه په اوسنيو تاسیساتو کې ستاسو د ځای پر ځای کولو د ټاکني لپاره به FFS د يو مسؤول ارګان په توګه همدلته وي او دا فرصت به ولري چې شواهد وړاندې کړي او له تاسو یا نورو شاهدانو څخه پوښتني وکړي. تاسو به هم دا فرصت ولرئ چې له FFS څخه پوښتني وکړئ. پریکړه به د قضيې د اوریدنې څخه وروسته د اووه (7) ورځو کې په ترڅ کې د هيئت لخوا چمتو شي.

که تاسو غواړئ د قضيې په اړه اورېدنه وشي، ستاسو استازی باید PRP ته هغه وخت خبر ورکړي چې دوی [email protected] ته لیکلي اسناد استوي. که تاسو استازی نه لرئ، د خپل قضیې له مدیر څخه وغواړئ چې PRP ته په دې اړه هغه وخت خبر ورکړي چې دوی ستاسو په استازیتوب PRP ته ستاسو لیکلي اسناد ورکوي.

ستاسو راتلونکی ګامونه

  1. د استماعيه غونډي يا اورېدني د غوښتني لپاره خپل لیکلی بیان او پریکړه تر [نېټه] پوري [email protected] ته واستوئ


  1. د هغو کسانو لپاره چې د قضيې د اوریدلو غوښتنه کوي، مهرباني وکړئ لاندې معلومات چمتو کړئ.

    1. د وکیل یا ماشوم مدافع وکیل نوم، بریښنالیک آدرس، او د تلیفون شمیره چې ستاسو استازیتوب کوي.

    2. ستاسو د خوښې ژبه

    3. آیا تاسو ژباړونکي ته اړتیا لرئ (که ستاسو استازی ستاسو لپاره ژباړونکی چمتو کړي).

    4. د هغو شاهدانو نومونه او بریښنالیک پتې چې تاسو پلان لرئ په اوریدنه کې ورته زنګ ووهئ.

    5. که تاسو کومه ځانګړې غوښتنه لرئ.







1 تاسو کولای شئ د ځای پرځای کولو په اړه د ORR پالیسي وګورئ دا د ORR د بې سرپرسته ماشومانو برنامې د پالیسۍ لارښود، 1 برخه کې موندلای شئ: په ORR Care Provider Facilities کې د ځای پر ځای کېدو اړوند مالومات دلته موندلای شئ https://www.acf.hhs.gov/orr/resource/children-entering-the-united-states-unaccompanied-section-1#1.1.


د 1995 کال د کاغذ کار کمولو قانون (Pub. L. 104-13) د عامه بار بیان: د دې معلوماتو راټولولو هدف د ځای پرځای کولو بیاکتنې پینل غوښتنو رسیدلو خبرتیا او د راتلونکو ګامونو په اړه معلومات چمتو کول دي کله چې بیاکتنې غوښتنه کیږي. په یو محدود ترتیب کې د UC ځای په ځای کول، او د ځای پرځای کولو بیاکتنې ترسره کولو لپاره د ORR لخوا اړتیا سره سم د UC یا د دوی استازي څخه د معلوماتو غوښتنه کول. د معلوماتو د دې راټولولو لپاره د عامه راپور ورکولو بار په اوسط ډول په هر ځواب کې 0.83 ساعته اټکل شوی، په شمول د لارښوونو بیاکتنه، د اړینو معلوماتو راټولول او ساتل، او د معلوماتو راټولولو بیاکتنه. دا د معلوماتو یوه لازمي ټولګه ده (Flores v. Reno Settlement Agreement, No. CV85-4544-RJK (C.D. Cal. 1996)). یوه اداره ممکن د 1995 کال د کاغذ کارۍ کمولو قانون اړتیاو سره سم د معلوماتو راټولولو ترسره کولو یا سپانسر کولو ته اړتیا ونلري، او یو فرد اړتیا نلري چې ځواب ورکړي، پرته لدې چې دا د اوس مهال د اعتبار وړ OMB کنټرول شمیره ښکاره کړي. د OMB # 0970-0554 دی او د ختمیدو نیټه 04/30/2023 ده. که تاسو د دې معلوماتو راټولولو په اړه کوم نظر لرئ، مهرباني وکړئ د [email protected] سره اړیکه ونیسئ.

Shape1

2022/MM/DD | 2 نسخه | P-18p


File Typeapplication/vnd.openxmlformats-officedocument.wordprocessingml.document
AuthorAdministration for Children and Families
File Modified0000-00-00
File Created2023-08-31

© 2024 OMB.report | Privacy Policy